دهند دصدراعظم د وينابشپړ متن
دملي شورا په ګډه غونډه کې دملي شورا په ګډه غونډه کې

 

دايو ستر وياړ دي چې زه دافغانستان دملي شورا دګډو غړو په وړاندې ويناکوم ، په دې پوهيږم چې دغه وياړ دهربهرني مشر په برخه نه کېږي، د هغې مهرباني او محبت له امله چې له هندسره يي لري ، مننه کوم. تاسي، دولسي جرګي اودمشرانو جرګي محترم غړي هغه کسان ياست چې ددغه لرغونې هيواد دبيلابيلو قشرونو ، اوهيلو استازيتوب کوي. زه دهند دخلکو ډيري ښې هيلې اودرناوي ستاسو ته وړاندې کوم دافغانستان دملي شورا ددواړو مجلسونو محترموم غړو! افغانستان دبډ اى فرهنگ ،ميراثونو او زياتو طبيعي زيرمو لرونکې هيواد دى، افغانستان دتاريخ په اوږدو کې دمدنيت مرکز دى اودپښتو او دري بډاى ادبيات يې سيمې او نړيوالو ته معرفي کړي په دې مدنيت دتصوف اوچشتيه شريف طريقه ، دبودا ميراث اوپه باميانو کې دبودايزم هنر ، دګندهارا دهنر ښوونځي اونور شامل دي افغانستان دجنوبي اومرکزي اسيا ترمنځ پل اوهند دورتګ دروازه ددواړو هيوادونو ترمنځ تاريخي اوفرهنګي اړيکې تيرو زرګونو کلونو ته رسيږي . دمغلانو دامپراطوري بنسټ ايښودونکې بابرشاه دکابل په يو ښکلي بڼ کې ښخ دي . شيرشاه سوري دخپلې باچاهي دپنځه کلني واکمني په دوره کې له کابل څخه تر ډيلي پوري سترواټ جوړ کړ چې دا په خپله اودشاهانو اونورو په ګډون دمذهبي تبادلاتو، دمالونو دليږدونې دمسافرانو تګ راتگ څرګندوى دى. دکاغذي بادامو اوکندهاري انارو په ګډون افغاني محصولات اوپه هند کې نه پيداکېدونکې خواړه اوپه اصطلاع اوثاني بلل کېږي پاچاه خان چې له مهاتما ګاندي سره او ده ددوستۍ په خاطر دصوبه سرحد دګاندي لقب ورته ورکول کېده دده له وصيت سره سم په جلال اباد کې ښخ کړاى شو زموږ نيکونو پياوړي فرهنګي ، ټولنيز ، کلتوري ميراث اوسياسي اړيکې په مثراث پريښي دي. دمشرانو اواستازو په په توگه دازمو رسالت دى چې دغه پياوړي اړيکې دخپلو خلکو ترمنځ دپيړيو پيړيو لپاره پياوړي کړو. زه افغانستا ن ته راغلي يم چې دورورولۍ ، دوستي اوپيوستون دغو اړيکو ته نوي ساه ورکړ م اودايواځني پروګرام اواجندا ده چې دهند خلک يي په افغانستان کې لري . دافغانستان دملت محترمو استازو ! افغانستان زياتي ستونزي اولوړي ژوري زغملي دي خوپوهيږو چې دافغانستان خلک وياړلي ، زړور اوفوق العاده ازادي غوښتونکې دي او دژوند دسختتيو اوستونزو په وړاندې او سرلوړي سره دريږي داهغه صفتونه دي چې دهند خلک يي زيات خوښوي . په وروستيو لسو کلونو کې په بيلابيلو برخو کې افغانستان ديادونې وړ پرمختگونه کړي دي خو يولړ جدي ننګوني هم په مخ کې شته په هر هيواد کې دملت جوړولو بهير کېداى شي له زياتو ستونزو اوننګونو سره يو ځاي وي، ملي بيارغاونه نه ستړي کېدونکې کار او قربانيوته اړتيا لري دايو زده کوونکې بهيردي . دواړو هيوادونه له ورته چلنجونو سره مخامخ دي هند تيار دي چې دافغانستان له خلکوسره ددوي دهيواد په جوړولو کې دد وي په خوښه او لومړيتوبونو له مخي مرسته وکړي. په حقيقت کې دافغانستان دحکومت لومړيتوبونه هغولومړيتوبونوته ورته چې موږ په هند کې په هغو متمرکز يو او ستاسو زياتره ستونزي له هغو ستونزو ته ورته دي چې موږ يي په هند کې لرو . مو ديو باامن ، سوکاله اودموکراتيک افغانستان په لور ديون دنظر اوهدف څرنگه چې دافغانستان دحکومت په ملي لومړيتوبونو کې په پام کې نيول شوي دي بشپړ ملاتړ کوو. په هند کې زموږ تجربه ښيي چې مشارکتي ديموکراسي په حقيقت کې په يوه ټولنه کې داقتصادي او ټولنيز ځواکمني وسيله ده اوکولاي شي حکومت کول او اداره شفافه او ځواب ورکوونکې کړي. دافغانستان پارلمان دښځو رول په پام کې نيولي دي او موږ پوه شو چې په هند کې په سيمه ييزو جوړوښتونو کې دښځو په پام کې نيول په دې بريالي شوي دې دپرمختياله پاره نوي خوځښت له ځان سر ولري له ٢٠٠٢ ميلادي کال څخه را په دې خوا په افغانستان کې په ښوونځيو کې شامليدل له يومليون څخه اوو مليونو تنو ته رسيدلي دي. او دنجونوشموليت په څو وروستيو کلونو کې دوه برابره لوړشوي دي . په دې پوهيږم چې هلې ځلې کوي چې هيڅ ماشوم له ښوونځي څخه لري پاتي نه شي . په هندوستان کې موږ زده کوونکو ته ددرس په نيمايي کې ډوډي ورکوو او دغه چلندډيراغيزمن دي اوپه همدي دليل موږ په څو ورو ستيو کلونو په بهير کې به افغان زده کوونکو ته مو دتقويتي بسکويټونو ويشل هم پيل کړل. خوډيره مهمه ده چې موږ خپلو زده کوونکو ته دڅه شي لوست ورکوو موږ په دي وروستيوړ وختو کې هند په ښوونځيو کې تعليمي نصاب بدل کړ هغه څه چې په يوماشوم يي په ښوونځي کې زده کوي بايد له عادي ژوندسره يې سمون ولري بايد دهيواد پالني حس دنورو په وړاندې په ټولنه کې دزغم ارزښتونه زده کړي بايد دژوندانه دچاپيريال دارزښت په باب زد ه کړه وکړي اوتعليم بايد ددوي ماغزه دزيات کار لپاره خلاص کړي ديوملت راتلوونکې هيلې په نننۍ ماشومانوم پوري اړه لري نو موږ ته لازمه ده چې هغوي ښه وروزو زه پوهيږم چې افغانستان په وروستيو لسيزو کې زياتي هلې ځلې کړي دي چې خپلو خلکو ته روغتيايي خدمتونه برابرکړي ، خوښ يم چې داندراګاندي دماشوم دروغتيا انستتيتوت پياوړي کړو ترڅو له دي لاري زموږ روغتياييي خدمتونه په ټول افغانستان کې وړاندې شي . په افغانستان کې بله ننګونه دبنسټونو جوړولو کې هم شته له دي امله موږ هلي ځلي کوو چې دبريښنا انرژي ا وسړکونو د جوړولو په برخو کې مرستي برابري کړ و. خوښ يم چې له پلخمري څخه دبريښنا دليږدولو مزو وکولاي شول دپايتخت داړتيا وړبريښنا برابره کړي له دې امله خوښ يم هغه قرباني مو چې د دلارام _ زرنج دسړک په جوړولو کې زغملي دي بي ځايه نه وي په زرنج کې خلک نن زيات شوي دي ، سوداګري سمون موندلي دي اودخلکو عوايد لوړ شوي دي . محترمو استازو ! دهند خلکو دوياړ احساس کوي چې په افغانستان کې ددوي دپرمختيايي مرستو څخه دومره هرکلي کېږي ډير خوښ يم چې دهند مرستي دسړکونو په جوړولو ، دبريښنا په برابرولو ، دښوونځيو ، روغتونونو او نورو ټولګټو پروژو په جوړولو کې لګول کېږي . دافغانستان خلک له دغو مرستو څخه کار اخلي دغه احساس موږ ته رضايت اوخوښي راکوي .

 موږ په خپلي مرستي دظرفيت دلوړولو په برخو کې زياتي کړو په دغو مرستو کې هند ته دافغاني محصلانو دبورسونو زياتوالي شامليږي ، د مرکزونو په جوړولو ، ټولنيزي پرمختيا اودروغتيا په برخه کې پانګه اچونه او دغه راز موږ به دښارواليو په واک کې دبس وسايط ورکړو. موږ وړانديز کوو چې دکابل دکرنې پوهنځي کرنيز پوهنتون ته لوړ کړو او تراکتورونه دبزګرانو په واک کې ورکړو او دکرنې په برخو کې بورسنه برابرکړو. موږ به په مشخص او چټک ډول دولايتونو دسراسري مشخص پلان د کوچنيو پرمختيايي پروژو اوپه ټول هيواد کې دپرمختيا داسانه کولو لپاره خپلي ژمني دسيمه ييزو ټولنو په مرسته زياتي کړو. موږ دغه راز دافغانستان دلرغونو اثارو اوفرهنګي ميراث په ساتنه کې مرسته کوو او دستور تاريخي ماڼۍ به بيا ورغوو. ددغو پروژو لګښتونه چې دافغانستان دحکومت په سلامشوري سره به په څو راتلوونکو کلونو کې تطبيق شي پنځه سوه مليونه ډالرو ته رسيږي چې هند يي ورکوي په دې مرستي سره له افغانستان سره دهند ټولې مرستي دوو مليارد ډالرو ته رسيږي. محترمو غړو ! پرمختگ اونيکمرغۍ ته زموږ هيله اوهدف ترهغه وخته پوري عملي نه شي چې سوله او آرامۍ چې زموږ خلک په عزت اووياړسره پکې ژوند وکړي تامين نه شي زه دغه راز دهغو کسانو يادونه کوم چې دسبا ورځي دښه ژوندانه لپاره يې خپل ژوندقرباني کړي دي . دهند خلک دافغانستان دخلکو په غم اوخپګان کې ځان شريک بولي تروريزم اوبنسټپالنه زموږ خلکو ته يوه پردي مفکوره ده اوپايله يې يواځي مرګ او ويجاړتيا ده ، دغه پديده په هيڅ ډول دبيوزلي ، بيسوادي ، لوږي او ناروغي لپاره نه شي وړاندې کولاي او په مدني ټولنه کې ځاى نه لري ، خو په پاى کې زموږ دسوله ييز ژوندانه زر کلن دودونه په دغي ناوړې پديدې بري ومومي اوبريالي شي . موږ بايد بيا اجازه ورنه کړو دافراطيت اوتروريزم لمبې زموږ خلک وسوځوي . افغانستان دروغې جوړې بهير پيل کړي دي اود تاسو په دي بهيرکې دبرياليتوب هيله کوم دا په تاسو دخلکو په استازو پوري اړه لري چې دخپل هيواد راتلوونکې له بهرنيو لاسوهنو پرته جوړ کړي اوتصميم ونيسي . دا ديو خپلواک هيواد په توګه ستاسو حق دي اوهندستاسو دهانتخاب اوتصميم درناوي کوي. زموږ يواځيني هدف دا دي چې موږ باثباته سوله ييز اوخپلواک افغانستان چې له خپلو ګاونډيو سره په سوله اوثبات کې ژوند وکړي غوښتوونکې يو. موږ هيله لرو چې افغانستان وکولاي شي دسيمه ييزو همکاريولپاره يوشخصي کاري چوکاټ جوړ کړي چې په دې هيواد کې دملت دجوړولو لپاره اغيزمن شي په داسي حال کې چې افغانستان په خپل لاس دامنيتي مسووليت دترلاسه کولو په لور روان دي موږ چمتو يو په دي برخه کې له دوي سره مرسته وکړو. دافغانستان دملت محترمو استازو ! ددغې سيمي خلکو دپيړيو پيړيو په اوږدو کې يو ځاى ژوند کړي دي دازموږ سيمه ده اوموږ بايد په گډه ژوند وکړو او هغه وراغوو په داسي حال کې چې نړيواله ټولنه کولاى شي مرسته وکړي، خو په پاى کې به ددغي سيمي خلک وي چې دخپلي سيمي مسووليت په غاړه اخلي موږ بايد زده کړو چې په خپله څرنگه خپلي ستونزي حل کړو دا دتاريخ يو درس دي . ددواړو مجلسونو محترمو غړو ! داسيا دجنوب دسيمه ييزو همکاريو په سازمان يا (سارک ) کې دافغانستان شموليت يو تاريخي ګام دى موږ بايد يو ځاي زموږ دګډي راتلوونکې لپاره په ګډه پانګه واچوو اوکار وکړو. داسياد جنوب هيوادونه هغه وخت سوکاله اوباثباته دي کېداى شى چې له يوبل سره نږدي اړيکې ټينګې کړي جغرافيه اوتاريخ موږ دې ته اړباسي چې له يوبل سره کار وکړو اوخپل ګډ برخليک وټاکو. که چېري غوالړو يو سيمه ييزگډ هويت ولرو، نوبايد له يوبل څخه زده کړو ماتل ويلي دي موږ نن ورځ له هغه څخه زيات چې دخپلي سيمي په باب وپوهيږو ، دلويديځ په باب پوهاوي لرو له دي امله مهم دا دي چې له پخوا زيات وګړني اړيکې پياوړي کړو. محترمواستازو ! پرون جمهوررييس کرزي اوما دستراتيژيکو همکاريو يه ګډي اعلاميې موافقه وکړه مو وکړه چې په ټولو ساحو کې دمتقابل درناوي اوبرابري له مخي خپلواړيکو ته نوي ساورکړو او دغه همکاري به اوږدو مهاله وي . ددغي اعلاميي مهمي بنستونه زيات سياسي تعاملات ، داقتصادي ټولنې همکاري ، دسوداګرۍ ستراتيژيکې ، دکرنې دپياوړتيا ستراتيژۍ ، دفرهنګي پرمختيا ستراتيژي اود مدني ټولنې دپياوړتيا ستراتيژي ده . دهمکاريو شورا به ددواړو هيوادونودبهرنيوچارو وزيرانو په مشرۍ جوړه شي . په ځانګړي توګه زموږ ټينګار دځوانانو ، ښځو او رسنيو په گډون دوګړني تبادلاتو پياوړتيا ده. پارلماني تبادلي ډيرې ګټوري دي که تاسو موافق و اوسي زه وړانديزکوم چې دافغانستان اوهند ترمنځ دبين الپارلماني دوستي يوه ټولنه جوړه شي . دافغانستان داقتصاد دښه والې لپاره دهند له تجربو څخه په استفادي سره ددواړو هيوادونو دسود اګرو ترمنځ له اړيکو څخه ګټه واخستل شي . ددواړو مجلسونو محترمو غړو ! خوښ يم چې دافغانستان خلک هڅه کوي ځان له جګړي اوورانۍ څخه وژغوري او دسولې دکور اودسود اګرى اوپرمختيا دفرهنگ دټاټوبي په توګه د خپل هيواد دبيارغاونې په لاره کې هڅه او هاند کوي . او بله دا چې دسيمي هيوادونه بايد له يوبل سره په همکار واوسي ترڅو چې له يوبل سره سيالۍ وکړي . هند دافغانستان ددوست په توګه په دي هڅه کې به تل له تاسو سره وي . موږ تل دخپلو افغاني دوستانو ترڅنګ ولاړ وو اوبيا ټينګار کوم چې په راتلوونکې کې به هم له تاسو سره يو . يوځل بيا له ستاسو څخه چې ماته مو وياړ وباخښه خپلې ځيني نظريي اومفکوري له تاسوسره شريکې کړم مننه او قدرداني کوم . له جمهوررييس کرزي څخه دده دشخصي دوستۍ له امله اودافغانستان له دولت او خلکو څخه په دغه ښکلي هيواد کې زموږ ددوه ورځني استوګنې په بهيرکې له تودي مليمه پالنې څخه مننه کوم . ژوندي دي وي دافغانستان او هندوستان دوستي .


May 14th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها